د خوست صبریو ولسوالۍ د ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه اقدامات وشول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۵
picture

۱۴۴۵/۴/۱۰

په خوست کې د کور او ښار جوړولو ریاست مسؤلین وایي، د دغه ولایت د صبریو ولسوالۍ له ښارګوټي يې لیدنه وکړه او هلته شته ستونزې یې په نښه کړې.

د خوست د کور او ښار جوړولو ریاست انجنیرانو بیا پر وخت د یاد ښارګوټي د ستونزو د حل په موخه لازم اقدامات ترسره کړل.

دغه راز د یاد ریاست انجنیرانو په دغه ولایت کې د بېلابېلو ځایونو لپاره د مهندسۍ نقشې، براورد او کروکي ترتیب کړې دي.

په ورته وخت کې د خوست ولایت د نفت او ګاز امریت په غوښتنه د درېوو پمپ سټېشنونو کروکي ترسره شوه.

د چارو په دوام، د موسی خېلو، دوه منډه، سترکوټ او قلندر ولسوالۍ د تعمیرونو لپاره ساحې هم تعین او کروکي یې ترتیب شوه.

د کور او ښار جوړولو ریاست، په ورته وخت کې د اداري کمپلکس په داخل کې د هوټل، هټیو، د بانک د تعمیر او د اوبو د یوه حوض براورد هم وکړ.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټول هېواد په کچه د رغنیزو پروژو براورد او ارزونه کوي، چې ټولې چارې یې معیاري او اصولي تر سره کېږي.

_____________________

د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، فېسبوک، ټوېټر، ملګري او ویب سایټ له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️

WhatsApp:

https://chat.whatsapp.com/FnOgiA7hU1H3y1w3FrV0uh

Malgari:

https://www.malgari.com/?cache=1673066126#

 YouTube channel:

https://www.youtube.com/

Tel:

https://t.me/mudh_af

Web:

https://mudh.gov.af/dr

FB page:

https://www.facebook.com/MUDH-2303368453279461/ 

نښه: کابل، درېیم مکروریان، ازادۍ مطبعې او شش درک سړک ته مخامخ، ختیځ لورته د کور او ښار جوړولو وزارت.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت