راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه
۱۴۴۸/۱/۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش بهیر پیل او ورځ بلې ته د پراختیا په حال کې دی.
تازه؛ تېره ورځ چهار شنبه د محرم الحرام میاشتې په لومړۍ نېټه، په يو شمېر ولايتونو کې راستنو شويو مهاجرو کورنيو ته د دايمي مېشتېدنې په موخه د استوګنيزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
په ننګرهار ولايت کې ۳۰۰، فراه ولايت کې ۱۸۵، هلمند ولايت کې ۵۴، نيمروز ولايت کې ۱۸، فارياب ولايت کې ۲۳۵ او بلخ ولايت کې ۱۱۰ راستنو شويو مهاجرو کورنيو ته د استوګنيزو ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
د يادو وېشونو په ترڅ کې، د چهارشنبې ورځې په بهیر کې ټولې (۹۰۲) راستنو شويو کورنيو ته د استوګنيزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د مهاجرينو د دايمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې د روانو هڅو په پايله کې تر اوسه په ټول هېواد کې د وېشل شويو استوګنيزو نمرو شمېر ۴۷ زره او ۹۹۱ نمرو ته پورته شوه.
د راستنېدونکو هېوادوالو د دايمي مېشتېدنې، هوسا ژوند او د سرپناه برابرولو په موخه د ځمکو د وېش لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او هڅې روانې دي، چې دغه بهير لا په اغېزمن ډول پرمخ لاړ شي.
