د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲
د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل ښار په دولسمه ناحیه (احمد شاه بابا مینې) کې د عامه شنو او عامالمنفعه ساحاتو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د منظور شوو ښاري پلانونو له مخې، په دغو شنو ساحو کې د محدودو اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو لپاره وړې فضاوې لکه کانټینونه او نور اړوند تأسیسات په پام کې نیول شوي دي.
خو د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې په یو شمېر برخو کې د رستورانتونو، خوراکه پلورونکو، سوپرمارکېټونو او ورته سوداګریزو تأسیساتو جوړونې او ودانیز کارونه د منظور شوو ښاري پلانونو خلاف ترسره شوي او یا روان دي.
ټاکل شوې ده چې یاده موضوع به له تخنیکي پلوه په بشپړ ډول وڅېړل شي، ترڅو د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت له تثبیت وروسته، د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.
د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو سم تطبیق، د غیرمعیاري ودانیزې پراختیا مخنیوی، د ښاري نظم ټینګښت، او د ښار د عامه حقوقو ساتنه ده.
