د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ډیزاین شوه
۱۴۴۸/۱/۱
د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو په لړ کې، د زابل ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره د یوې دوه پوړیزې اداري ودانۍ نقشه ترتیب او ډیزاین کړه.
یاده ودانۍ په عصري او معیاري ډول طرحه شوې چې په هر پوړ کې اته اداري خونې لري.
د ودانۍ په ډیزاین کې د ادارې اړتیاوې، د کارکوونکو اسانتیاوې او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو معیارونه په پام کې نیول شوي دي.
همداراز، په یاده نقشه کې د اداري خونو ترڅنګ د دهلیزونو، تشنابونو، زینو او نورو خدماتي برخو لپاره مناسب ځایونه ځانګړي شوي، ترڅو اداري چارې په منظم او اغېزمن ډول ترسره شي.
د کور او ښآر جوړولو وزارت د معیاري ساختماني پلانونو او تخنیکي خدماتو د وړاندې کولو له لارې د دولتي ادارو د زیربناوو د پیاوړتیا او ښاري پراختیا په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
