په کندهار ولایت کې د جامع عمر د پروژې له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۸/۱/۲
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د جامع عمر د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د اوبو ټانکۍ د پلاسترکارۍ چارې، د بام محافظتي دېوال د اوبو اچونې بهیر او همدارنګه د جامع عمر د څلورو منارو د قالب تړلو چارې روانې دي.
د ارزونې په ترڅ کې ولیدل شول چې د پروژې چارې په نسبتاً ورو سرعت مخته روانې دي، له همدې امله د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لارښوونه وشوه چې د قرارداد له شرایطو سره سم د کارونو چټکتیا زیاته کړي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
