په کابل ښار کې د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۴:۲۳
الشفاء روغتون

۱۴۴۷/۱۰/۱۱

د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند، د ساختماني او زیربنایي پروژو د څار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو له روانو فعالیتونو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

دغه څارنه د کور او ښار جوړولو وزارت، د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څار د عمومي ریاست په لارښوونه ترسره شوې ده.

د څارنې پر مهال څرګنده شوه، چې د ودانۍ مختلفې برخې لکه د څلورم پوړ د پایو کانکریټ‌ اچونه او د موټرو د تمځای ودانۍ د پایو کارونه په معیاري ډول بشپړ شوي او د کانکریټ کیفیت د لازمو ټسټونو له لارې ارزول شوي دي.

 تخنیکي ټیم قراردادي شرکت ته لارښوونه وکړه، چې ټول کارونه د منظور شوو مشخصاتو، ملي معیارونو او د خوندیتوب اصولو سره سم ترسره کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ټینګار کوي، چې د ټولو پروژو تطبیق باید د کیفیت، دوام او امنیت د تضمین په موخه دقیق او معیاري وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت