په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
مهاجرین

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له دغې ډلې، په ننګرهار ولایت کې ۲۰۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته، په فاریاب ولایت کې ۲۸۰ کورنیو ته او په سمنګان ولایت کې ۵۰ راستنو شوو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وسپارل شوې.

په ټوله کې ۵۳۰ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې ووېشل شوې، چې موخه یې د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه ستونزې هوارول او د هغوی لپاره د مناسب ژوند زمینه برابرول دي.

تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د نمرو د وېش شمېر (۳۵۷۱۹) پنځه دېرش زره، اووه سوه او نولس ته پورته شوی دی.

ټینګار پر دې دی، چې د راستنو شویو مهاجرو د ملاتړ او دایمي مېشتېدنې دا بهیر په چټکۍ سره دوام پیدا کړي او هڅې روانې دي چې لا ډېرو کورنیو ته ورته اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۶
Background image

د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د هټیو د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د خواجه دوکوه ولسوالۍ اړوند ښاروالۍ ریاست د هټیو د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د څارنې پر مهال د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د ثبات او هوساینې په لور د چټک یون په پایله کې نورو  سلګونه کورنیو  هم د دایمي مېشتېدو په پار ځمکې ترلاسه کړې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په لارښوونه او رهبرۍ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۷۷۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۴۱
Background image

په کابل ولایت کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروې چارې پیل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت