په هلمند ولایت کې د لقمان حکیم سوداګریز مارکیټ چارې و څارل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۸ - ۱۰:۱۸
هلمند

۱۴۴۶/۹/۱۸

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي شمس الله ناظم وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په لښکرګاه ښار کې د لقمان حکیم سوداګریز او هستوګنیز مارکیټ له ودانیزو چارو څارنه ترسره کړه.

ښاغلي مولوي ناظم وویل، د لښکرګاه ښار د لومړۍ ناحیې اړوند په لغمان جاده کې د یاد مارکیټ د بیلابیلو بلاکونو له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه، چې د تهکاو د سلب بندۍ او د ځینو برخو د قالب بندۍ چارې روانې وې.

د نوموړي په خبره، دیادې پروژې دساحې انجنیرته دکارکوونکو دحفاظت، دقالب بندۍ لپاره د سمو تختو او د دیوالونو لپاره د لومړۍ درجه خښتو د لګولو هدایت وشو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۵:۵۲
Background image

په کاپیسا ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

1447/12/16

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای ‌اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز کې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د پلان شوي ښارګوټي د جوړېدو په موخه د توپوګرافي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام د نوي جوړیدونکي سړک له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل–بګرام د نوي جوړېدونکي سړک له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

تازه؛ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت