په کاپیسا ولایت کې د راستنېدونکو مهاجرو د ښارګوټي لپاره د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
1447/12/16
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت په مرکز کې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د پلان شوي ښارګوټي د جوړېدو په موخه د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.
یاده سروې د ریګ روان په سیمه کې پر ۲۵۴ جریبه ځمکه ترسره کېږي، چې موخه یې د راستنېدونکو مهاجرو لپاره د معیاري ښارګوټي د جوړولو په منظور د تفصیلي پلان او تخنیکي ډیزاین د چمتو کولو لپاره د اړینو معلوماتو راټولول دي.
د یادې سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې تخنیکي معلومات وارزول شي او پر بنسټ به یې د ښارګوټي د جوړولو اړوند پلانونه ترتیب او عملي مراحل تعقیب شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د راستنېدونکو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې لپاره د مناسبې سرپناه او بنسټیزو ښاري خدمتونو د برابرولو په موخه د ښارګوټو د جوړولو چارې په منظم او معیاري ډول پرمخ یوسي.
