د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان (SDF) وروستی شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۰ - ۱۳:۱۳
 محترم روښان ولسمل

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین محترم روښان ولسمل په مشري او د جلال اباد ښاروالي، د ولایت مقام استازو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو په ګډون د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان چوکاټ (SDF) په تړاو مشورتي غونډه جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې د ښار جوړولو معین د یاد پلان جوړېدل او تطبیق د جلال اباد ښاري چارو مدیریت په برخه کې ارزښتناک وباله او زیاته یې کړه چې د دغه پلان په تطبیق سره به ډېرې شته ستونزې هوارې شي.

محترم روښان ولسمل په ټینګار سره وویل، یاد پلان د جلال اباد ښار راتلونکو شلو کلونو لپاره د پراختیا نفشه ده چې تطبیق سره به یې په ښاري پراختیا، اقتصادي او کرنیزه وده او داسې نورو مهمو برخو کې مثبت بدلونونه منځ ته راشي.

ورپسې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي او تخنیکي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوول محترم ډاکټر عبدالسمیع عبدالرحیمزي د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان په اړه د پرېزنټېشن په وړاندې کولو سره په پوره توګه معلومات وړاندې کړل.

په پای کې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین محترم روښان ولسمل څرګنده کړه چې له نننۍ غونډې وروسته د جلال اباد ښاري پراختیا سټراټیژیک پلان د ګډونوالو له نظریاتو سره مل د ساساکي په نوم امریکايي کمپنۍ سره شریک کیږي او تمه ده چې د روانې میلادي میاشتې تر پایه د هغه وروستی پلان ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره شریک شي.

یاد پلان به د کابینې تر تایید او د جمهوري ریاست عالي مقام تر حکم وروسته عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت