د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو
۱۴۴۸/۱/۱۵
د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک ولسوالۍ د بندخونې د ودانیزې پروژې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.
د نظارت پر مهال د پروژې بېلابېلې برخې له نږدې وارزول شوې او د ودانیزو چارو کیفیت، د کار پرمختګ او د ساختماني فعالیتونو بهیر د تخنیکي معیارونو، منظور شوې نقشې او د احجامو لایحې له مخې وڅېړل شو.
همدارنګه، د رنګمالۍ د چارو پرمختګ، د ساختماني موادو د لېږد او تنظیم څرنګوالی او د ساحوي فعالیتونو بهیر تر ارزونې لاندې ونیول شو، چې د څارنې پر مهال ټولې ودانیزې چارې د منظور شوې نقشې او د احجامو لایحې مطابق روانې وې.
د تخنیکي ټیم د ارزونې له مخې، د پروژې ودانیزې چارې نږدې ۹۸ سلنه بشپړې شوې دي، همدارنګه قراردادي شرکت ته لازمې تخنیکي سپارښتنې او لارښوونې وشوې، ترڅو پاتې چارې هم په ټاکلي وخت، لوړ کیفیت او د نافذه تخنیکي معیارونو سره سم بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د ودانیزو پروژو د کیفیت د تضمین، معیاري تطبیق او د قراردادي شرکتونو د فعالیتونو د ارزونې په موخه د تخنیکي نظارت لړۍ په دوامداره توګه پر مخ وړي.
