په بلخ ولایت کې د حیرتان بندري ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې
۱۴۴۷/۱۲/۱۸
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بلخ ولایت د حیرتان بندر په ساحه کې د بندري ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.
یاده سروې پر ۸۱۸۴ جریبه ځمکه ترسره شوې، چې موخه یې د حیرتان بندري ښارګوټي د جوړولو لپاره د ښاري پلان چمتو کول او د سیمې د تخنیکي معلوماتو راټولول دي.
د سروې په ترڅ کې د سیمې جغرافیایي او توپوګرافیکي ځانګړتیاوې ثبت او ارزول کېږي، ترڅو د ښارګوټي د راتلونکو پراختیایي پروژو او ښاري زیربناوو د طرحې لپاره لازم تخنیکي معلومات برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د معیاري ښارګوټو د جوړولو او ښاري پراختیا د پروګرامونو د پلي کېدو لپاره دقیقې سروې او تخنیکي مطالعات په منظم ډول ترسره کړي.
