هرات ولایت کې د حج، ارشاد او اوقاف وزارت او مسلخ ملکیتونه تثبیت شول

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۲ - ۱۱:۵۸
ولایت هرات

۱۴۴۳/۱۱/۱۳

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات ریاست په دغه ولایت کې د حج، ارشاد او اوقاف وزارت (۹۰۰۰) نهه زره جریبه ځمکه تثبیت کړه.

د یادې ځمکې له ډلې (۵۰۰) جریبه ځمکه یې غاصبینو د تېر حکومت په مهال پلورلې ده.

دغه راز د هرات د ښار جوړولو او ځمکو ریاست د مسلخ (۱۲۱۰) یو زر، دوه سوه او لس جریبه ځمکه تثبیت کړه چې له جملې یې (۳۳۷) درې سوه او اووه دېرش جریبه ځمکه غاصبینو نیولې ده.

د یادولو ده چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ملکیتونو د تثبیت په هڅه کې دی او پلټنې یې یې پیل کړي چې دولتي ځمکې د غاصبینو له منګولو ازادې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د جوزجان ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او په رسمي ډول. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۱۹
Background image

د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي په اصلاحي پلان کې ۹۵۵ نوې استوګنیزې نمرې اضافه شوې

۱۴۴۸/۱/۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د پکتیا ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ودانیزو پروژو له روانو چارو څارنه ترسره شوه

1448/1/4

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو فعالیتونو په لړ کې، د کابل. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت