له کابل تللي هیئت د شهرنو ښارګوټي د ودانیزو چارو د څرنګوالي په اړه د ساختماني شرکت له مسؤلینو سره وکتل

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۹:۳۳
.

۱۴۴۶/۰۲/۲۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ بلخ ولایت ته تللي هیئت، چې په ترکیب کې یې محترم مشاور شیخ شېراغا رشیدي، د امیرالمؤمنین حفظه الله د احکامو او فرامینو د تعقیب او څار لوی ریاست د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عمومي رئیس محترم مفتي صفي الرحمن خالد، د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د مجدد اسکان د استملاک او قبالو محترم عمومي رئیس مولوي عبدالعلي عمري او د کورنیو چارو وزارت د اداري واحدونو محترم رئیس مولوي محمد اسلم شریفي شامل دي، په بلخ ولایت کې یې د شهرنو په نوم د ښارګوټي د ودانیزو چارو د څرنګوالي او د ځمکو په تړاو د حقوقي ستونزو د حل په موخه د ساختماني شرکت له مسؤلینو سره وکتل او دغه راز یې د معترضو خلکو د قبالو لیدنه او څېړنه هم وکړه.

د شهرنو ښارګوټي ساختماني شرکت له مسؤلینو سره په ښارګوټي کې د شاملو ځمکو او د ودانیزو چارو د پرمختګ پر څرنګوالي خبرې وشوې، د معتبر حقوقي تړون، تګلارو او تضمین په اړه ترې بېلا بېلې پوښتنې وشوې.

په ورته وخت کې، معترضو خلکو د خپلو راوړو قبالو په اړه دلایل او نظریات وړاندې کړل او د یو شمېر نورو هغه قبالو په اړه یې هم یادونه وکړه، چې په خبره یې ځینو مافیایي کړیو جعلي جوړې کړي او په ساحه کې د تطبیق وړ نه دي.

په ټوله کې، د یاد ښارګوټي د حقوقي او نورو ستونزو د حل په تړاو هر اړخیزې پلټنې وشوې، نظریات تبادله شول، اسناد او قبالې وکتل شوې، فزیکي وضعیت له نږدې وکتل شو او له بېلا بېلو امارتي ادارو اسناد او سوابق وغوښتل شول، چې یاد ګمارل شوی هیئت به بشپړ راپور له ځان سره کابل ته یوسي او د وروستي تصمیم په موخه به یې د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۹:۱۳
Background image

په بلخ ولایت کې د حیرتان بندري ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۸

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌ اېس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د بلخ ولایت د حیرتان بندر په ساحه کې د بندري ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې ترسره شوې.

یاده سروې پر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۵:۳۱
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د عیدګاه جومات له رغنیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

په میدان وردګ ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست د تخنیکي ټيم له لوري د عیدګاه جومات د روانو رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه.

د یاد جومات د رغنیزو چارو پلي کېدل د ملي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۴:۲۷
Background image

تېره ورځ سې شنبه په څلورو ولایتونو کې ۷۵۳ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۷

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د مهاجرینو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په لاندې ولایتونو کې راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د دایمي مېشتېدنې په موخه د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ۱ اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت