د کونړ اسعد اباد ښار د ښاري پراختیا په موخه د بهسازۍ پلان جوړولو لپاره توپوګرافي سروې ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۶ - ۱۰:۹
کونړ

۱۴۴۷/۹/۱۸

کونړ ولایت کې د کور او ښار جوړولو د محترم ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم له لوري د اسعد اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د (دوشاخېلو) له سیمې څخه تر (کړمار) ساحې پورې د بهسازۍ (ښاري اصلاحاتو) پلان د جوړولو په موخه توپوګرافیکي تخنیکي سروې په بریالیتوب سره ترسره شوه.

یاده سروې د ښار د منظمې پراختیا، معیاري سړک جوړولو، د اوبو ایستلو سیستم، شنو ساحو، عامه تأسیساتو او راتلونکو زیربنایي پروژو د دقیق پلان جوړولو لپاره بنسټیز اهمیت لري.

تخنیکي ټیم د سیمې د ځمکنۍ کچې، لوړو او ژورو، موجوده تاسیساتو، سړکونو، استوګنیزو بلاکونو او طبیعي مسیرونو اندازه‌ګیري وکړه، څو راتلونکی تفصیلي پلان پر واقعي معلوماتو ولاړ وي.

د دې بهسازۍ پلان له تطبیق وروسته به یاده سیمه له غیرمنظم حالت څخه منظم ښاري چوکاټ ته داخله شي، چې له امله به یې د اوسېدونکو لپاره د تګ راتګ اسانتیاوې، د چاپېریال ښه‌والی، د ملکیتونو ارزښت لوړوالی او د نستاً ښو ښاري خدمتونو وړاندې کول به تضمین شي.

ټاکل شوې ده چې د توپوګرافي سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې تفصیلي ښاري پلان ترتیب او له منظورۍ وروسته به د مرحلو له مخې عملي چارې یې پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت