د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
الشفا روغتون

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له روان بهیر څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د پروژې په بېلابېلو برخو کې د کانکریټو د اچونې بهیر له نږدې وڅېړل شو، چې په کې د پنځم پوړ د  د لومړۍ برخې د موټرو د تمځای ودانۍ بنسټیزې ستنې، د هماغه ودانۍ د پنځم پوړ سلب شامل وو.

تخنیکي ټیم د کانکریټو کیفیت، د انتقال او اچونې طریقه، د مخلوط یوشان جوړښت او د تخنیکي اصولو د رعایت کچه د پروژې د مشخصاتو مطابق وارزوله او د تطبیق بهیر یې له نږدې وڅاره.

همدارنګه د کار د کیفیت د ساتنې او د ودانیزو معیارونو د ښه تطبیق په موخه اړوند اجرایي ټیم ته لازمې تخنیکي سپارښتنې ورکړل شوې.

د ترسره شوې ارزونې له مخې، د کانکریټو د اچونې چارې د تخنیکي نظارت لاندې په منظم ډول روانې دي او د پروژې تطبیقي بهیر د منظور شویو معیارونو مطابق پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۲۱
Background image

په نوي کابل ښار کې د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د نوي کابل ښار د صنایع سبز صنعتي ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونو او قانوني مراحلو تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۳
Background image

د دایمي مېشتېدنې پروګرام چټک روان دی؛ د ځمکو وېش ۴۹ زره کورنیو ته ورسېد

 ۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې شنبې په ورځ د هېواد په پنځو ولایتونو کې ۸۱۸ راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۱۶
Background image

د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان تائید او لاسلیک شو

۱۴۴۸/۱/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري د غور ولایت د مهاجرینو ښارګوټي اصلاحي پلان له تخنیکي ارزونې وروسته تائید او لاسلیک شو.

یاد. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت