د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت ارزونه وشوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۲:۱۷
۱۷ ناحیه

۱۴۴۷/۹/۲۵

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي محترم ریاست اړوند تخنیکي ټیم له لوري، د کابل ۱۷ مې ناحیې اړوند د صنعتي فعالیتونو د قانوني وضعیت او څرنګوالي په اړه ساحې ته سفر او ارزونه وکړه.

دغه ارزونه د کور او ښار جوړولو وزارت اړوند له ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو پر تطبیق د څار محترم عمومي ریاست په همغږۍ ترسره شوه.

له یادې ارزونې موخه دا وه، چې د هغو تولیدي شرکتونو او فابریکو څارنه، ارزونه او پېژندنه وکړي، کوم چې د کابل – شمال سړک په شاوخوا سیمو کې په خپلسرې توګه او له منظم ښاري پلان پرته فعالیتونه کوي.

دغو فابریکو کې د سړو خونو او کارتن جوړولو فابریکه، د اسیا نور د درملو تولیدي شرکت، د مانا جوس تولیدي شرکت او یو شمېر نور صنعتي فعالیتونه شامل دي.

دا نظارت د دې لپاره ترسره شو چې په یادو سیمو کې د غیرقانوني صنعتي فعالیتونو د پراخېدو مخنیوی وشي، او باید صنعتي فابریکې او تولیدي فعالیتونه یوازې په ټاکل شوو صنعتي ښارګوټو کې ترسره شي.

د نظارت په مهال د یادو فابریکو د فعالیت ځایونه او د فعالیت ډولونه تثبیت شول او په اړه یې لومړني معلومات راټول شول.

همدارنګه له مالکینو یې غوښتنه وشوه چې د خپلو فعالیتونو اړوند اسناد او جوازونه وړاندې کړي، څو تر بشپړې ارزونې وروسته د ښاري نافذه قوانینو له مخې لازم تصمیم ونیول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت