د ډرون فوتوګرامیټري ښوونیز پروګرام پای مراسم ترسره شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۶ - ۱۴:۲۳
فوتوګرامیټر

۱۴۴۷/۰۸/۰۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو محترم ریاست په اقدام د ډرون له لارې د فوتوګرامیټري ښوونیز پروګرام په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.

ګډون کوونکو ته د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم مالي او اداري مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي لخوا تصدیق‌پاڼې وویشل شوې.

په دې پروګرام کې تقریباً (۳۷) کسانو برخه اخیستې وه او په مسلکي توګه یې ټول تعلیمي او عملي فعالیتونه بشپړ کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کارکوونکو چارو ریاست محترم رئیس مولوي عبدالولي ارکاني د پروګرام په پیل کې وویل، د ظرفیت لوړونې دا ډول پروګرامونه د کار کوونکو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو، د عصري ټکنالوژۍ په کارولو، او د ودانیزو او ښاري چارو د کیفیت د ښه کولو لپاره اړین دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي، ګډونوالو ته د روزنې په اهمیت خبرې وکړې، د ښوونکو هڅې او فعالیتونه یې وستایل او یاد پروګرام یې د هېواد د پرمختګ لپاره اړین وباله.

محترم محمد ارسلاح خروټي وویل، نړۍ د ټکنالوژۍ په مرسته خورا پرمختګ کړی او افغانستان هم ورته مسلکي او پوه کار کوونکو ته اړتیا لري.

نوموړي په تخنیکي برخو کې د لا زیاتو ښوونیزو او روزنیزو پروګرامونو پر اړتیا خبره وکړه، چې په خبره یې چارې به لا اغېزمنې کړي.

هغه وویل، دا پروګرام د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د ۳۷ انجنیرانو لپاره جوړ شوی و، چې د تخنیکي او عملي مهارتونو په لوړولو کې مرسته کوي او ګډونوالو ته یې د مسلکي زده کړو مهم فرصتونه برابر کړل.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کار کوونکو چارو ریاست په تېر یوه کال کې شاوخوا ۶۰۰ د نورو ادارو کار کوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنې ورکړي او په ۳۳ ولایتونو کې ۳۹۷ کسانو او په مرکز کې یې ۲۸۴ کسانو ته په بېلا بېلو برخو کې روزنه ورکړې ده.

د غونډې په پای کې ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت