د لوګر ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور او لاسلیک شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۵:۱۰
لوګر

۱۴۴۷/۸/۵

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د لوګر ولایت د مهاجرینو د ښارګوټي لپاره ترتیب شوی تفصیلي پلان په رسمي ډول لاسلیک او منظور کړ.

یاد پلان د (۷۰۰) جریبه دولتي ځمکې پر مخ ډیزاین شوی، چې په کې د منظمې ښاري پراختیا له اصولو سره سم (۱۰۲۶) استوګنیزې نمرې شاملې دي.

دغه ښارګوټی به د راستنېدونکو مهاجرو د استوګنې د دایمي ستونزې د حل په موخه جوړ شي.

د منظور شوي پلان له مخې، ښارګوټی به بنسټیزې اسانتیاوې لکه د استوګنې منظمې نمرې، داخلي سړکونه، شنې ساحې، د جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او عامه خدمتونو لپاره ځانګړې شوې ساحې ولري، څو مېشتېدونکو ته یو مناسب او معیاري ښاري چاپېریال برابر شي.

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم له مخې، هرې مهاجرې کورنۍ ته به (۵) بسوې استوګنیزه نمره ورکول کېږي، چې دا چاره د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د مهاجرینو د عزتمندانه بیا مېشتېدو او ټولنیز ثبات د ټینګښت څرګندونه کوي.

د دې پلان له منظورېدو وروسته به د تطبیق عملي چارې د اړوندو ادارو په همغږۍ، د امکان تر حده په چټک او منظم ډول پیل شي، تر څو له یاد ښارګوټي څخه پر وخت ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت