د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري تخلفات تر څار لاندې ونیول شول

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۰:۵۸
قره باغ

۱۴۴۷/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت، له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت د قره‌ باغ ولسوالۍ ښاري وضعیت وڅاره او د بې‌نظمۍ موارد یې و ارزول.

د یاد ریاست رئیس، مولوي عبدالمنان حقاني، د څارنې موخه د ښاري نظم تأمین، د خپلسرو ودانیو مخنیوی او د ښار جوړولو د اصولو پلي کول وبلل.

ښاغلي مولوي حقاني وویل، په یادې ارزونه کې ګڼ شمېر خپلسرې ودانۍ، د ښار جوړولو له اصولو سرغړونې، او د عامه شتمنیو غصب ثبت شوی، چې له قانوني اصولو سره په ټکر کې دي.

نوموړی وایي، په سوداګریزو سیمو کې د استوګنې لپاره جوړې شوې ودانۍ، هدیرې، او شنې ساحې هم د خلکو له خوا غصب شوې دي، چې دا کار د ښاري نظم جدي نقض ګڼل کېږي.

هغه وایي، د تخنیکي ټیم غړو یې د قره‌ باغ له محترم ولسوال او ښاروال سره کتلي او د یادو مواردو په تړاو یې خبرې کړې دي.

همداراز، متخلفینو ته د عامه پوهاوي پیغامونه ورکړل شول، څو د قانون مراعت ته ژمن پاتې شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي، چې د ښاري تخلفاتو پر وړاندې به له قانوني میکانیزمونو څخه په ګټې اخیستلو، جدي اقدامات ترسره کړي او د ښاري نظم د خوندي کولو لپاره به اړوند ارګانونه لا زیات همغږي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۴:۷
Background image

په نوي کابل ښار کې د کابل–بګرام د نوي جوړیدونکي سړک له چارو څخه څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د نوي کابل ښار د پراختیا عمومي ریاست د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل–بګرام د نوي جوړېدونکي سړک له روانو چارو څخه لیدنه او څارنه وکړه.

د یادې څارنې پر مهال د پروژې د پرمختګ، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۱۱:۲
Background image

تازه؛ په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې له لوري، په څلورو ولایتونو کې ۱۲۴۱ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنې نمرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۲ - ۹:۵۲
Background image

په جوزجان ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د جومات د جوړولو له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۶

د جوزجان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم د اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د جومات د جوړولو له روانو چارو څخه څارنه او لیدنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د یادې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت