د غزني ولایت ستراتیژیک پلان بیا کتنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۱۵
ghazni

۱۴۴۶/۷/۱۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ د ښاري نقشو د ویزه کولو کمېسیون ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې، د ملي جامع پلان ریاست استازو د غزني ولایت ستراتیژیک پلان تشریح کړ، ګټې، شته ستونزې او حل یې په ګوته کړ او ډاډ یې ورکړ چې د تطبیق لپاره چمتو دی.

دوی زیاته کړه، په غزني ولایت کې یې د ټولو اړوندو ادارو او عامو خلکو نظرونه اخیستي او تر هغې وروسته یې په ستراتېژیک پلان کې اصلاحات راوستي دي.

دغه راز، په تېر پلان کې صنعتي، استوګنیزې، روغتیایي، مذهبي، ښوونیزې، لوبغالي، تفریحي او شنې ساحې موجودې وې چې، په اصلاح شوي پلان کې یادې سیمې نورې هم پراخه شوي دي.

دا پلان د پنځلس (۱۵) کالونو لپاره ترتیب شوی چې، د چاپېریال ساتنې او نفوسو خوندیتوب ټول مطالعات او څېړنې په کې په پام کې نیول شوي دي.

ترڅنګ یې، په دې پلان کې حلقوي سړکونه، هوایي ډګر، ترانسپورتي ترمینلونه او نور ښاري اړین موضوعات په پام کې نیول شوي دي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال وویل، غزني ولایت تاریخي او ترانزیټي اهمیت لري، باید ټولې اړتیاوې یې په پام کې ونیول شي او په خبره یې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه دې یو ځل بیا مطالعه شي او له هغې وروسته دې د تائیدۍ لپاره وړاندې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت