د سرپُل ښار په لومړۍ ناحیه کې د یوې سترې ودانیزې پروژې له چارو څارنه وشوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳ - ۱۰:۵۷
سرپل

۱۴۴۷/۹/۵

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست، تخنیکي ټیم د یاد ښار په لومړۍ ناحیه کې د ۳۰ متره سړک د کانکرېټ اچولو له چارو څارنه وکړه.

دغه څارنه د حاجي ګدای ‌بای مسجد شریف مخې ته د ۳۰ متره سړک د کانکرېټ اچولو له چارو ترسره شوه.

څارنه د سرپًُل ولایت د ښاروالۍ د محترم ریاست په غوښتنه ترسره شوه، چې له مخې یې، د حاجي ګدای‌بای جومات مخې ته د ۳۰ متره سړک د کانکریټ اچولو له بهیر څارنه وشوه.

سرپُل ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د سړک غاړو ته د ویالو کانکرېټ اچونه او د تپک چارې تر دې وړاندې بشپړې شوې وې.

د معلوماتو له مخې، له اړینو تخنیکي ازموینو (ټیسټونو) تر ترسره کېدو وروسته، د سړک د کانکرېټ اچولو کار د قرارداد له درج شوو احجامو سره سم او د منظور شوو تخنیکي معیارونو او مشخصاتو په رعایتولو سره روان دی.

د کار بهیر په دوامداره توګه تر څارنې لاندې دی او که د کار په جریان کې هر ډول تخلف یا د معیارونو خلاف عمل ولیدل شي، د نافذه طرزالعملونو له مخې به یې مخنیوی وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۱:۲۸
Background image

لوګر کې د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د لوګر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست انجینري ټیم، د ده شیخ څلور لارې څخه تر ډبر پُل پورې د سړک جوړونې له روانو چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره کړ.

د یاد سړک ودانیزې چارې تر. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت