د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې
۱۴۴۸/۱/۷
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کچه د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.
یاده سروې د سیمې د موجوده وضعیت، طبیعي او فزیکي ځانګړتیاوو د دقیقو معلوماتو راټولولو په موخه ترسره کېږي، څو د هغې پر بنسټ د شاه جوی ولسوالۍ تفصیلي پلان په معیاري او تخنیکي ډول ترتیب شي.
د یادې پروسې په بشپړېدو سره به د ولسوالۍ د راتلونکې ښاري پراختیا، د عامه خدمتونو د تنظیم، زیربنايي پروژو د پلان جوړونې او د ځمکو د اغېزمن مدیریت لپاره لازم تخنیکي معلومات برابر شي.
