بامیان ولایت کې د مهاجرینو په ښارګوټي کې یو شمېر کورونه جوړ شول

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۵۵
بامیان ولایت

۱۴۴۷/۶/۲۴

بامیان ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټی د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ۴مې میاشتې په ۴مه نېټه په رسمي ډول د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له لوري پرانیستل شو.

د پرانیستې له مراسمو وروسته، د ښارګوټي عملي کارونه په دغه ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست تر څار لاندې په رسمي ډول پيل شول.

اوس مهال د کډوالو ښارګوټي د سړکونو د هوارولو چارې د بشپړېدو په حال کې دي.

دغه راز، د ۳۰ استوګنیزو نمرو خط اچونه ترسره شوې او مستحقو مهاجرو کورنیو ته د وېش لپاره چمتو شوې دي.

د همدې پروژې په چوکاټ کې د ۳۰ باب استوګنیزو کورونو (شلټرونو) د جوړولو چارې هم بشپړې شوې دي، چې د مستحقو کډوالو لپاره ځانګړې شوې دي.

د شلټر په بڼه د کورونو جوړولو دغه پروژه د «آرو» مؤسسې له ‌خوا تطبیق شوې او د (یو، این، ایچ، سي، آر) ) دفتر له‌ لوري تمویل شوې ده.

د معلوماتو له مخې، د یادې پروژې ټولیز لګښت ۱۲۶ زره (یوسل او شپږ ویشت زره) امریکایي ډالر دی، او د هر شلټر لګښت ۴۲۰۰ (څلور زره او دوه سوه) امریکایي ډالر ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې هر استوګنیز کور دوه د ناستې خونې، دهلیز، پخلنځی، حمام او تشناب لري.

د دې کورونو د جوړولو چارې په درې میاشتو کې بشپړې شوې دي، خو تر اوسه یې وروستۍ تسلیمي نه ده شوې او له بشپړې تسلیمۍ وروسته به پر راستانه شوو اړمنو مهاجرو کورنیو ووېشل شي.

همدارنګه، د ښارګوټي د پاتې استوګنیزو نمرو د خط اچونې چارې په عادي ډول روانې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور ولایت د مقام د مېلمستون د ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د غور ولایت د مقام اړوند د مېلمستون د ودانیزې پروژې له روانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت