بامیان ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي اړوند نمرې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۶/۲۲
په بامیان ولایت کې هغو اړمنو کورنیو ته چې له کلونو مهاجرت وروسته بېرته خپل ټاټوبي ته راستنې شوي او بې کوره دي، د هیلو دروازې پرانیستل شوې.
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو کورنیو لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل کړ او په منظم ډول روان دی.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، هڅې ګړندۍ کړي او هیلې یې په عمل بدلې کړي چې د منظور شوو ښارګوټو نمرې باید په چټکۍ سره هغو مستحقو کورنیو ته ورکړل شي چې اسناد یې د اړوندو ولایتونو له لوري تایید شوي وي.
د بامیان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د مهاجرو ښارګوټي کې د ځمکو د وېش لړۍ رسمي پیل شوې او هره ورځ د پر مخ تګ په حال کې ده.
تر دې دمه ۳۰ دېرش کورنیو ته نمرې وېشل شوې دي، چې کورونه هم ورته په کې جوړ شوي دي.
په دغه ښارګوټي کې د بنسټیزو خدمتونو د جوړولو چارې هم پر مخ روانې دي چې په کې د سړکونو او کوڅو جوړول، د څښاک اوبو برابرول، د جوماتونو جوړول او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي او پړاو په پړاو به پلي کېږي.
دا بهیر په ټولو ولایتونو کې عملي کېږي او دوام لري، ترڅو د هغو کورنیو لپاره چې په کوردننه مېنه نه لري؛ د مناسب مسکن زمینه برابره شي.
