بلخ ولایت کې د مهاجرینو د ښارګوټي پراختیا او د نمرو وېش چټک شوی؛ سلګونه کورنۍ خپلو مېنو ته ورستنېږي
۱۴۴۷/۶/۲۰
په بلخ ولایت کې هغو راستانه شوو کورنیو ته چې له کلونو وروسته د دایمي استوګن ځای په تمه وې، د هیلې نوې دروازې پرانیستل شوي دي.
د اسکان دایمي کمېټې په مشرۍ د کور او ښار جوړولو وزارت د دغو کورنیو لپاره د نمرو د وېش عملي بهیر پیل کړی او په منظم ډول روان دی.
د کور او ښار جوړولو وزیر، الحاج مولوي نجیبالله حیات حقاني، ټینګار کوي چې د منظور شوو ښارګوټو نمرې باید په چټکۍ سره هغو مستحقو کورنیو ته ورکړل شي چې اسناد یې د اړوندو ولایتونو له لوري تایید شوي وي، څو د دوی اوږد انتظار ته د پای ټکی کېښودل شي.
د بلخ ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست وایي، د مهاجرو ښارګوټي په سیمه کې د ځمکو د وېش لړۍ رسمي پیل شوې او هره ورځ د پر مخ تګ په حال کې ده.
تر دې دمه ۳۰۳ کورنیو ته د ۵ بسوې، ۱۰ بسوې او ۱۵ بسوې په اندازه نمرې وېشل شوې دي، چې د کورنیو د غړو شمېر یې له پنځو تر پنځلسو پورې رسېږي.
په دغه ښارګوټي کې د بنسټیزو خدمتونو د جوړولو چارې هم پر مخ روانې دي چې په کې د سړکونو او کوڅو جوړول، د څښاک اوبو برابرول، د جوماتونو جوړول او نورې اړینې اسانتیاوې شاملې دي او پړاو په پړاو به پلي کېږي.
دا بهیر د هغو سلګونو کورنیو لپاره د نوې هیلې څرک دی چې غواړي په خپل هېواد کې یو ځل بیا د اباد او خوندي ژوند سفر پیل کړي.
