په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه
۱۴۴۷/۰۶/۱۳
د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د ویالو جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره کړې ده.
ښاغلي مولوي ابو احمد وویل، تخنیکي ټیم اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې چې پکې د ساحې منظم لیول، د کانکریټ د مارک رعایت، دوامداره اوبه ورکول او د ساتنې تخنیکي سپارښتنې شاملې وې، ترڅو پروژه په معیاري ډول پر مخ ولاړه شي.
د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د ترینکوټ ښار مهمه تګ راتګ لار ده، د ویالو معیاري جوړول به د ښار ښکلا ښه کړي او د خلکو تګراتګ ته به اسانتیاوې رامنځته کړي.
