په ارزګان کې د سړک د غاړې د ویالو جوړولو له چارو څارنه وشوه

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۱:۴۶
ارزګان

۱۴۴۷/۰۶/۱۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي روح الله ابو احمد وايي، د دغه ریاست تخنیکي ټیم د ترینکوټ ښار د څلورمې ناحیې اړوند د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د ویالو جوړولو له چارو څخه څارنه ترسره کړې ده.

ښاغلي مولوي ابو احمد وویل، تخنیکي ټیم اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې چې پکې د ساحې منظم لیول، د  کانکریټ د مارک رعایت، دوامداره اوبه ورکول او د ساتنې تخنیکي سپارښتنې شاملې وې، ترڅو پروژه په معیاري ډول پر مخ ولاړه شي.

د کندهار ـ ارزګان عمومي سړک د ترینکوټ ښار مهمه تګ ‌راتګ لار ده، د ویالو معیاري جوړول به د ښار ښکلا ښه کړي او د خلکو تګ‌راتګ ته به اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۲
Background image

د کابل ولایت د چهل دختران ښارګوټي تفصیلي پلان او یو شمېر ودانیزې نقشې وڅېړل شوې

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري نقشو د ویزې کمېسیون، د ښاري چارو د محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د کابل ولایت د چهارآسیاب ولسوالۍ د چهل دختران ښارګوټي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۳:۴۸
Background image

په نوي کابل ښار کې د ابادۍ پرمختګ په موخه یو بل نوی ګام پورته شو، چې خلکو ته به د کار کولو زمینه برابره شي

۱۴۴۷/۰۸/۰۱

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د نوي کابل ښار اړوند پراختیا ورکوونکو شرکتونو له ځینو مسؤلینو سره وکتل او پر مهمو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۲:۱۲
Background image

د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي د بنسټیزو شبکو پلانونه منظور شول

۱۴۴۷/۸/۱

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري زېربناوو د طرحې ریاست له لوري، د کاري پلان پر بنسټ، د میدان وردګو ولایت د سردار داود خان ښارګوټي لپاره د بنسټیزو شبکو جامع پلانونه ترتیب او. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

2 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت