په پکتیکا کې د جمنازیوم د پروژې له چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۴
د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د بدني روزنې او سپورټ امریت د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم په اساس، د ټاکل شویو هیئت په شتون کې د یاد امریت اړوند د جمنازیوم پروژې له چارو څخه لیدنه ترسره شوه.
ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، په دې ارزونه کې څرګنده شوه چې د پروژې نژدې ۹۰ سلنه ساختماني چارې مخکې بشپړې شوې وې، خو د پاتې ۱۰ سلنه چارو ترڅنګ، د تسلیمۍ پروسه لا هم نیمګړې وه.
نوموړي وویل، ټاکل شوي هیئت د پروژې ټولې بشپړې شوې چارې ثبت کړې، او څرګنده یې کړه چې په عمومي لحاظ پروژه له اساسي ستونزو خالي ده. خو په ځینو برخو کې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې، چې د سمون غوښتنه ورته وشوه.
د یادونې وړ ده، چې د شته ستونزو تر حل او د پاتې چارو تر بشپړیدو پورې به د پروژې وروستۍ تسلیمي او تامینات نه ترسره کېږي.