په پکتیکا کې د جمنازیوم د پروژې له چارو څخه لیدنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۱۳
پکتیکا

۱۴۴۷/۰۱/۰۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د بدني روزنې او سپورټ امریت د وړاندیز او د ولایت مقام د حکم په اساس، د ټاکل شویو هیئت په شتون کې د یاد امریت اړوند د جمنازیوم پروژې له چارو څخه لیدنه ترسره شوه.

ښاغلي مولوي سیف الجهاد وویل، په دې ارزونه کې څرګنده شوه چې د پروژې نژدې ۹۰ سلنه ساختماني چارې مخکې بشپړې شوې وې، خو د پاتې ۱۰ سلنه چارو ترڅنګ، د تسلیمۍ پروسه لا هم نیمګړې وه.

نوموړي وویل، ټاکل شوي هیئت د پروژې ټولې بشپړې شوې چارې ثبت کړې، او څرګنده یې کړه چې په عمومي لحاظ پروژه له اساسي ستونزو خالي ده. خو په ځینو برخو کې تخنیکي نیمګړتیاوې موجودې وې، چې د سمون غوښتنه ورته وشوه.

د یادونې وړ ده، چې د شته ستونزو تر حل او د پاتې چارو تر بشپړیدو پورې به د پروژې وروستۍ تسلیمي او تامینات نه ترسره کېږي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

۱ کال 7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۱:۲۵
Background image

په هرات ولایت کې د تورغنډۍ ښارګوټي د روغتیایي مرکز له ودانیزو چارو څارنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۴

د هرات ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس انجنیر عبدالله اکبري وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د رباط‌ سنگي ولسوالۍ اړوند تورغنډۍ ښارګوټي کې د نوي روغتیايي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۹:۱۳
Background image

په پکتیکا کې د جمنازیوم د پروژې له چارو څخه لیدنه وشوه

۱۴۴۷/۰۱/۰۴

د پکتیکا ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  محمد طاهر سیف الجهاد وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم لخوا د بدني روزنې او سپورټ امریت د وړاندیز او د ولایت مقام. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۸:۳۶
Background image

په کابل ښار کې د تاریخي ابداتو د تثبیت او د جي ‌پي اس سروې چارې بریالۍ پرمخ روانې دي

۱۴۴۷/۰۱/۰۴

د زړو ښارونو د ساتنې ریاست محترم رئیس محمود جان دوست وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيمونو د ۱۴۰۳ کال له پیله، د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې د تاریخي آبداتو د تثبیت، جي ‌پي ‌اس. . .

BACK TO NEWS