هلمند ولايت کې له ۱۱۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۷ - ۹:۳
هلمند

ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د سروې او ثبت پروګرام له پيل راهيسې په هلمند ولايت کې ۱۱۷۰۹۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۸ قطعو کې ۱۰۹۶۱۰ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۲۹ قطعو کې ۷۴۸۲ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د دې ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې څه باندې ۴ مېلیونه ۶۰۰ زره جریبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو چارې بشپړې شوې

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ‌ای‌اېس ریاست تخنیکي ټیم، د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د امیرالمؤمنین مهاجرینو ښارګوټي د لومړي فاز د تفصیلي پلان د خط اچولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۱:۱۹
Background image

د ودانیزو توکو د خاورې د نمونې اخیستنې او لابراتواري ازموینو له بهیر څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري سرغړونو ته د رسېدنې او د پروژو د تطبیق د څارنې لوی ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د مصؤنو اسنادو د چاپ پروژې اړوند، په جیو سرچ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۳۶
Background image

د کندهار ولایت د سپین بولدک بندخونې د ودانیزې پروژې له چارو څخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۱۵

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري سرغړونو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې مدیریت تخنیکي ټیم د کندهار ولایت د زندانونو د چارو د سمون ریاست اړوند د سپین بولدک. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

8 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت