په ارزګان کې د ولایتي روغتون د بیړنیو خدماتو خونې له چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۹:۱
ارزګان

۱۴۴۷/۱۱/۲۳

د ارزګان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست مسلکي ټیم، د ولایتي روغتون د بیړنيو خدماتو خونې او د جدي مراقبت  څانګې له روانو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره کړه.

د څارنې موخه د ساختماني او تخنیکي کارونو د کیفیت او موثریت ډاډمنول و. د ساحوي ارزونې پر مهال، کارکوونکو ته لازمې تخنیکي لارښوونې ورکړل شوې او ټینګار وشو چې ټول کارونه د منظور شوو نقشو او ډیزاینونو له مخې او د تخنیکي اصولو په رعایت سره پر مخ یووړل شي.

د ارزونې له مخې، د یادو څانګو کارونه په منظم، دقیق او د منلو وړ کیفیت سره روان دي.

د روغتیايي تاسیساتو پر ساختماني چارو دوامداره څارنه د خدماتو د کیفیت لوړولو او د معیاري روغتیايي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره مهمه بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۲:۲۲
Background image

د کابل ښار څلورمې ناحیې په تایمني تعدیلي پروژه کې څارنه وشوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري تخلفاتو ته د مخنیوي لوی ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو د خپلو دوامداره څارنو په لړ کې د کابل ښار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل – بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو چارو تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست اړوند تخنیکي او مسلکي ټیم د کابل–بګرام د عمومي او اساسي سړک د ودانیزو  چارو له روان بهیر تخنیکي څارنه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۵۱
Background image

د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د توپوګرافي سروی بشپړه شوه

۱۴۴۸/۱/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروی او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کابل ولایت په مرکز کې د امارتي مطبعې، صکوکو او ضرابخانې د محوطې د ۸ جریبه ځمکې د توپوګرافي سروی چارې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت