په کندهار کې د طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست له ودانیزو چارو څارنه وشوه

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۳۵
kandahar

 

۱۴۴۶/۱۲/۲۰

د کندهار ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي  عبدالمتین سعید وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر له ودانیزو چارو څارنه وکړه.

ښاغلي مولوي سعید وویل، د پیښو پر وړاندې د مبارزې ریاست د اداري تعمیر د قالب بندۍ، د تهکاو د رینګ بیم قالب بندي او نورې چارې روانې  وې.

دنوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو د تختو د قالبونو پر ځای د اوسپنې له قالبونو کار واخلي او نور په نښه شوي نواقص اصلاح کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د پروژو له چارو څارنه کوي، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د لښکرګاه ښار په شپږمه او اوومه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د هلمند ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي تخنیکي ټیم د خپل دوامداره څارنې په لړ کې د لښکرګاه ښار د شپږمې او اوومې ناحیې اړوند له بېلابېلو ساحو څخه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۱۰
Background image

د غور ولایت د مقام د مېلمستون د ودانیزو چارو له بهیر څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۳۰

د غور ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې عمومي مدیریت تخنیکي ټیم د غور ولایت د مقام اړوند د مېلمستون د ودانیزې پروژې له روانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت