سرپل ولایت کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وشو

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۰:۲۳
سرپل

۱۴۴۶/۰۹/۰۲

د کور او ښار جوړولو وزارت له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم په سرپل ولایت کې له ښاري تخلفاتو مخنیوی وکړ.

له ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست محترم رئیس مولوي عبدالمنان حقاني وایي، تخنیکي ټیم یې د سرپل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس داملا محمد نور نوراني په لارښوونه او همکارۍ د دغه ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې په غیرقانوني توګه او له جواز پرته د یوې ابادۍ چارې روانې وې، چې مخنیوی یې وشو.

ښاغلی مولوي حقاني وایي، دغه د ابادۍ چارې د یو استوګنیز کور وو چې جواز یې نه درلود او په غیر قانوني توګه یې چارې روانې کړې وې.

نوموړي زیاته کړه، د کور خاوند ته توصیه وشوه چې، د ابادۍ چارې وځنډوي او د جواز ترلاسه کولو وروسته دې په قانوني بڼه چارې پیل کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د خپلسرو چارو مخنیوی کوي او چاته اجازه نه ورکوي چې، په غیر قانوني توګه چارې پر مخ یوسي او ښارونه بې نظمه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۲
Background image

راستنو شويو مهاجرو کورنیو ته د استوګتنیزو نمرو د وېش کچه نږدې اته څلوېښت زره ته پورته شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، له هدایت او لارښوونې سره سم، په یوویشت ولایتونو کې پر راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د استوګنیزو نمرو د وېش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د عامه شنو ساحو له وضعیت څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامداره څارنیزو پروګرامونو په لړ کې د کابل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۱۳
Background image

د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۲

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.

د تخنیکي ارزونې پر مهال په. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت