د غزني ولایت په رشیدانو ولسوالۍ کې د ولسوالۍ ودانۍ له پروژې څارنه ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۲
د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټیم له لوري د رشیدانو ولسوالۍ د ودانۍ له روانو ساختماني چارو څخه ساحوي څارنه او ارزونه ترسره شوه.
د تخنیکي ارزونې پر مهال په درېیو دېوالونو کې معلومه شوه چې د ټیټ کیفیت او سوځېدلو خښتو کارول شوي وو، چې نږدې یو نیم متره لوړوالی یې درلود.
له همدې امله یاد درې واړه دېوالونه د قراردادي شرکت له لوري ړنګ او پرېکړه وشوه چې له معیارونو سره سم به بیا جوړېږي.
قراردادي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې خپلې چارې د څارنې ډلې د لارښوونو، منظور شوې نقشې او د قرارداد د شرایطو مطابق ترسره کړي.
د شرکت مسؤلینو هم ژمنه وکړه چې له دې وروسته به ټول کارونه د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او قراردادي اصولو سره سم پرمخ وړي.
