چینایي پانګوال په پېروزي ښارګوټي کې د تولیدي شرکتونو برخه کې پانګونه کوي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۱۱:۴۳
sdfg

۱۴۴۳/۰۹/۰۸

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست محترم مولوي حمدالله نعماني په خپل کاري دفتر کې د چینایي ساختماني شرکت له مسوولینو سره وکتل او د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې د پیروزي استوګنې پروژې کې یې د تولیدي شرکتونو د جوړولو په اړه بشپړې خبرې وکړې.

لومړی د یاد ساختماني شرکت مسوولینو د پيروزي استوګنې پروژې په صنعتي سیمو کې د ځمکې د انتقال او هوکړه لیک په اړه خبرې وکړې چې مخکې یې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سره یادونه کړې وه، او زیاته یې کړه چې دوی چمتو دي چې په یاده سیمه کې پانګونه وکړي او له وزارت یې غوښتنه وکړه چې زمینه ورته برابره کړي.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ چې د پېروزي استوګنې پروژې کې به ورته د پانګونې لپاره بشپړه زمینه برابره کړي او ډېر ژر به یې پرانسته وکړي.

ښاغلي مولوي حمد الله نعماني زیاته کړه چې یاده موضوع به د امارت له اړونده مسؤلینو سره هم شریکه او په یو پیاوړي موقف کې پیل کړي.

تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې به یو شمېر چینایي تولیدي شرکتونه د پېروزي ښارګوټي په څنډو کې خپل پیاوړی او اغېزمن فعالیت پیل کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۳۳
Background image

د الشفاء روغتون له ودانیزو چارو څخه تخنیکي څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د لابراتوار ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار په صدارت څلورلارې سیمه کې د روغتون د ودانیزو چارو له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت