سمنګان ولایت کې د یو سړک د غیر معیاري جوړېدو مخنیوی وشو

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۱:۳۱
سمنګان

۱۴۴۶/۰۶/۱۶

سمنګان ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي محمد امین نوري وایي، د ایبک ښار کې یې د یوې پروژې له چارو څارنه کړې، چې د غیر معیاري چارو مخنیوی یې کړی دی.

ښاغلی مولوي نوري وایي، په یاد ښار کې د شهیدانو چوک شاوخوا کې د جوړېدونکي سړک له چارو یې د نورو اړوندو ادارو په ملتیا لیدنه او ارزونه وکړه، چې د قیر ټسټ یې منفي و.

نوموړی وایي، کله یې چې د قیر له څو بیلرونو څخه نمونه د ټسټ لپاره واخیسته، پایله یې په لابراتوار کې منفي راووته.

نوموړي زیاته کړه، د ایبک محترمې ښاروالۍ ته یې وړاندیز وکړ، چې د یاد سړک له غیر معیاري جوړېدو مخنیوی دې وکړي او د ټولګتو چارو محترم ریاست د تخنیکي ځانګړتیاوو او نورم مطابق دې قراردادي شرکت ته دې جدي خبر ورکړي، چې قیر معیاري کړي او مخکې له دې چې ورښتونه د سړک بنسټیزې چارې زیانمنې کړي، باید بشپړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د ټولو ادارو له پروژو څارنه کوي او د معیار خلاف چارو ته د پلي کېدو اجازه نه ورکوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ ستر ګام؛نږدې ۴۵ زره کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې یکشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۰۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت