د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ ستر ګام؛نږدې ۴۵ زره کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې
۱۴۴۷/۱۲/۲۹
د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې یکشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۰۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشلې.
د دغه وزارت د محترم مشرتابه الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني باور دا دی چې دغه چاره د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د مناسبو اسانتیاوو د برابرولو په موخه ترسره کېږي.
راستنېدونکو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو نمرو د وېش په لړ کې دا ځل هم، په ننګرهار، فراه، فاریاب، هلمند او نیمروز ولایتونو کې سلګونه راستنې شوې کورنۍ د استوګنیزو ځمکو له نومرو برخمنې شوې.
په ننګرهار ولایت کې ۳۰۸، فراه ولایت کې ۲۲۲، فاریاب ولایت کې ۱۴۰، هلمند ولایت کې ۷۷ او په نیمروز ولایت کې ۵۹ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.
د یادونې وړ ده، چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې د استوګنیزو ځمکو د نومرو د وېش شمېر ۴۴ زره او ۹۸۶ کورنیو ته رسېدلی او د راستنو شویو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې بهیر په چټک او منظم ډول دوام لري.
د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وایي، د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د سرپناه په موخه د ښارګوټو ډیزاین کول او د هغوی د ټولنیز او اقتصادي ثبات تأمین، له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي او هڅې روانې دي چې د ځمکو د وېش او دایمي مېشتېدنې بهیر لا پراخ او ګټور شي.
