د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د محب ټاور له ودانۍ څخه د تخنیکي څارنې بهیر پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۳۲
محب ټاور نهمه ناحیه

1447/12/29

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیمونو، د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د محب ټاور له ودانۍ څخه تخنیکي څارنه پیل کړه.

د ساحوي څارنې پر مهال د ودانیو اړوند لازم معلومات او تخنیکي معلومات راټول شول او هغه موضوعات چې لا زیاتې تخنیکي ارزونې او څېړنې ته اړتیا لري، ثبت او مستند شول.

د محب ټاور د ودانۍ د ارزونې او څارنې بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام ومومي او له بشپړو تخنیکي څېړنو وروسته به اړوند راپور د لازمې پرېکړې لپاره د کور او ښار جوړولو وزارت محترم مقام ته وړاندې شي.

همدارنګه د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ودانیزو پروژو د ارزونې لړۍ د کاري پلان له مخې په دوامداره توګه روانه ده او د کابل ښار نور استوګنیز ښارګوټي، استوګنیزې او سوداګریزې پروژې به هم د ټاکل شوي پروګرام له مخې تر تخنیکي څارنې او ارزونې لاندې ونیول شي.

د دغو څارنو موخه د ښاري پلانونو د سم تطبیق ډاډمنول، د غیرمعیاري ګڼې ګوڼې مخنیوی، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۴:۰
Background image

د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې د ښاري تخلفاتو د مخنیوي په موخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د ښاري تخلفاتو د مخنیوي او د ساختماني پروژو د تطبیق د کنټرول عمومي ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د مخنیوي ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند د احمد شاه بابا مینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۲:۱۵
Background image

د پنځم مکروریانو د اصلاح شوې نقشې د حل په موخه ګډه ناسته ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم معین شیخ مدارعلي کریمي بامیاني په مشرۍ، د یاد وزارت د اړوندو ریاستونو استازو او د کابل ښاروالۍ مسؤلینو په ګډه د پنځم مکروریانو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۳۵
Background image

د راستنېدونکو مهاجرو د ملاتړ ستر ګام؛نږدې ۴۵ زره کورنیو ته د استوګنې ځمکې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۲۹

د کور او ښار جوړولو وزارت په مشرۍ د دایمي مېشتېدنې او د ځمکو د وېش کمېټې، د تیرې یکشنبې په ورځ په پنځو ولایتونو کې ۸۰۶ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت