د ښار جوړلو او ځمکو وزارت اړوند د یو شمېر ولایتي ریاستونو ستونزې او فعالیتونه و ارزول شول

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۳۱ - ۱۲:۲۲
dgfdfgh

۱۴۴۳/۰۹/۱۹

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت محترم سرپرست مولوي حمد الله نعماني په خپل کاري دفتر کې د لوګر، بغلان، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د رییسانو سره وکتل او د اړوندو ریاستونو د ستونزو د حل او فعالیتونو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.

لومړی د یادو ولایتونو رییسانو هر یو د خپل ریاست اړوند فعالیتونه، مسؤلیتونه، ستونزې، ننګونې او هلته موجوده ښاري وضعیت په اړه بحثونه وکړل او بشپړ معلومات یې وړاندې کړل.

د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست ښاغلي مولوي حمد الله نعماني د یادو ریاستونو د ستونزو او ننګونو د حل لپاره هغه لارې چارې په ګوته کړې چې له مخې به یې شته ستونزې حل او اسانتیاوې رامنځته شي.

ښاغلي وزیر یادونه وکړه چې په ولایتونو کې دې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت اړوندې چارې لا ګړندۍ شي او خلکو ته دې اغېزمن خدمات وړاندې شي.

ښاغلی مولوي حمدالله نعماني

 

5 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست
wazir-image-new

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۵:۵۶
Background image

د کور او ښار جوړولو وزارت مرستیال د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیالې سره وکتل

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني، په نړیوال امنیت او د سولې په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له اغلې مرستیالې مېرمن روزمري. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۳:۵۹
Background image

د میدان وردګ له ښاروالۍ د ځینو ځمکو د تصفیې، حقوقي او املاکي ستونزو د حل غوښتنه وشوه

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په کچه له ټولو ښاروالیو غواړي چې د تفصیلي او نورو پلانونو د جوړولو په موخه دې لومړی په خپلو ولایتونو کې د سیمو تصفیوي، حقوقي او املاکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۱۰:۴۵
Background image

له دې وروسته به د غزني په مقر او اندړو ولسوالیو کې منظمه ښاري پراختیا رامنځته شي

۱۴۴۵/۱۱/۱۰

غزني کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي بلال متقي وایي، هڅې یې پیل کړي چې د مرکزي ښار ترڅنګ په ولسوالیو کې هم د غیرې منظمې او غیر پلاني ښاري ودې او پراختیا مخنیوی. . .

BACK TO NEWS