د ښاري پلانونو د چمتو کولو په اړه د کور او ښار جوړولو وزارت او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست ګډه ناسته ترسره شوه
۱۴۴۸/۱/۱۵
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر بنسټ، د ښاري پلانونو د چمتو کولو په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني، په مشرۍ او د یاد وزارت د اړوندو رئیسانو او د چارو ادارې د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست د استازو په ګډون ګډه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل کې د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست استازي د ښاري پلانونو د چمتو کولو پر اهمیت خبرې وکړې او د کور او ښار جوړولو وزارت او ښاروالۍ یې د ښاري پراختیا دوه بشپړوونکي بنسټونه وبلل.
نوموړي غوښتنه وکړه چې د کور او ښار جوړولو وزارت دې خپل چمتو شوي ښاري پلانونه له یاد ریاست سره شریک کړي، څو د ښارونو د اړتیاوو او د پلانونو د عملي کېدو لپاره همغږي او بنسټیز ګامونه پورته شي.
ورپسې د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو محترم مرستیال شیخ مدارعلي کریمي بامیاني وویل، چې د کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد د ښاري پالیسۍ جوړوونکې مرجع ده او د ټولو ښاري پلانونو د طرحې او چمتو کولو اساسي مسؤلیت ور تر غاړې دی، هغه زیاته کړه، کله چې پلانونه چمتو او تصویب شي، د هغو عملي کول د ښاروالیو له مهمو مسؤلیتونو څخه دي.
ښاغلي بامیاني څرګنده کړه چې په تېر وخت کې ښاري پلانونه په دودیز ډول چمتو کېدل، خو اوس د ښار جوړولو په برخه کې له عصري او پرمختللو تخنیکي میتودونو څخه کار اخیستل کېږي.
نوموړي همدارنګه د هېواد د یو شمېر ښارونو د ماسټر پلانونو د بشپړېدو د بهیر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، د نفوسو د بې کچې ګڼې ګوڼې د کمولو او د ښاري پراختیا د متوازن مدیریت په موخه به له دې وروسته د هېواد د ټولو ښارونو لپاره ستراتیژیک پلانونه چمتو شي.
د ناستې په پای کې د ښاري چارو محترمش مرستیال د وزارت اړوندو ریاستونو ته دنده وسپارله، څو د یاد حکم او د ښاروالیو د انسجام لوی ریاست د غوښتنو په اړه خپلې تخنیکي ارزونې او لازمې څېړنې ژر تر ژره بشپړې کړي او پایلې یې په راتلونکې ګډه ناسته کې وړاندې کړي.
