د غزني ولایت په اب‌ بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف د رغونې او ترمیم له چارو څارنه

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۴۹
غزنی

۱۴۴۷/۴/۱۸

غزني ولایت کې د کور او ښار جوړولو ریاست محترم رئیس مولوي نور ولي بلال متقي وایي، د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د مسجد شریف بېلا بېلې رغنیزې او ترمیماتي چارې په منظم ډول جریان لري، چې تخنیکي ټیم یې ترې څارنه وکړه.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، یاد مسجد شریف د ښځینه وو لپاره دی، چې په داخلي برخه کې یې د دېوالونو د کاشي ډبرو لګولو چارې روانې دي او په خبره یې هغه مسجد شریف چې د نارینه وو لپاره دی، د ازادې ساحې او تزئیني دروازو د پلستر چارې یې روانې دي.

نوموړی وایي، سربېره پر دې، د نارینه مسجد شریف په بام باندې ایزوګام هم ترسره کېږي او د د دواړو مسجدونو د اودس کولو د ځای د کاشي ډبرو لګولو چارې روانې دي.

دغه راز هغه زیاته کړه، د منارونو د سیخ تړلو او قالب تړلو چارې هم په چټکۍ سره پرمخ روانې دي او د نارینه وو لپاره د مسجد په داخلي برخه کې د برېښنا لین غځول روان دي، چې ترڅنګ یې د برنډې د ډبرې اېښودلو او هنګاف کار هم تر سره کیږي.

ښاغلی مولوي بلال متقي وایي، د سپټیک، چاڼ خونې او د اوبو د ذخیرې ځایونو چاپېره د هم ودانیزې چارې دوام لري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د کابل–بګرام سړک د برېښنا لېږد د شبکې د مسیر د بدلون له چارو څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت د نوي کابل ښار عمومي ریاست اړوند تخنیکي ټیمونو د کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ په سیمه کې د کابل–بګرام سړک د جوړیدو سره هم مهاله د برېښنا لېږد د شبکې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۲۳
Background image

په پنجشیر ولایت کې د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۲۴

د پنجشیر ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست د تخلفاتو د مخنیوي او د پروژو د تطبیق د څارنې تخنیکي ټیم د زندان د ودانیزو چارو له جریان څخه څارنه ترسره کړه.

د څارنې پر مهال د. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 2 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت