د کابل–بګرام عمومي سړک د جوړیدو چارې د پرمختګ په حال کې دي او ورځ بلې ته چټکتیا مومي
۱۴۴۷/۱۲/۲۴
د کور او ښار جوړولو وزارت، د نوي کابل ښار پراختیا د محترم عمومي ریاست د لارښوونې پر بنسټ، تخنیکي ټیمونو د کابل– بګرام سړک د جوړیدو د پروژې له روانو چارو څخه څارنه او ارزونه ترسره کړه.
د ارزونو له مخې، د یادې ستراتیژیکې پروژې د ابادۍ چارو بهیر په چټکۍ سره مخ پر وړاندې روان دی او هره ورځ په کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کېږي.
د څارنې په مهال، د سړک په بېلابېلو برخو کې د کیندنې، د سړک د بنسټیزو طبقو د هوارولو او متراکمولو، د سب بیس او سب ګریډ د جوړولو، د پلچکونو د ابادیزو چارو او د برېښنا د بنسټیزو تأسیساتو د لېږد او نصب بهیر و ارزول شو.
همدارنګه، د پروژې د تطبیق کیفیت، د انجینري معیارونو رعایت او د چارو د پرمختګ کچه له نږدې وکتل شوه او اړوندو تخنیکي مسؤلینو ته لازمې او اړینې سپارښتنې وشوې، ترڅو ټولې چارې د منظور شویو نقشو او تخنیکي ځانګړتیاوو له مخې په معیاري ډول پر مخ یووړل شي.
د نوي کابل ښار د پراختیا محترم عمومي ریاست ټینګار کوي چې د کابل– بګرام سړک پروژه د هېواد له مهمو بنسټیزو پروژو څخه یوه ده او د چارو د چټکتیا، کیفیت او پر وخت بشپړېدو لپاره به د تخنیکي څارنې او ارزونې بهیر په دوامداره توګه روان ساتي.
