دايکنډي ولايت کې له ۷۰ زره جريبو څخه زياته دولتي ځمکه سروې او ثبت شوه

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۹:۳۸
دایکندی

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت د دولتي ځمکو د بانک له پيل راهيسې تر اوسه په دايکنډي ولايت کې ۷۱۷۷۵ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې او ثبت کړي دي.

له دې ډلې څخه په ۱۶۰ قطعو کې ۶۹۹۶۷ جريبه سپينه دولتي ځمکه او په ۵۷ قطعو کې ۱۸۰۸ جريبه د دولت تر استفادې لاندې عامه ملکيتونه دي چې د دايکنډي ولايت په مرکز او بېلابېلو ولسواليو کې موقعيت لري.

 ښار جوړولو او ځمکو وزارت تر اوسه د هېواد په ۲۸ ولايتونو کې په ۵۲۹۲ قطعو کې ۴ ميلیونه ۵۶۹ زره او ۱۰۲ جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې، نقشه او ثبت کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۷
Background image

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو لومړنۍ ارزونه ترسره شوه

۱۴۴۸/۱/۷

د هرات ولایت د اوبې ولسوالۍ د محکمې ودانۍ د رغنیزو چارو د اړتیاوو د تشخیص په موخه لومړنۍ سروي او ارزونه ترسره شوه.

یاده ارزونه د اړوندو مکتوبونو پر بنسټ د کور او ښار جوړولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۵۷
Background image

د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۱/۷

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم له لوري د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ په کچه د ستراتیژیک پلان مطابق د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

یاده سروې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۹:۲۶
Background image

د غزني حوزوي روغتون د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له چارو څخه نظارت ترسره شو

۱۴۴۸/۱/۷

د غزني ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست تخنیکي ټيم په حوزوي روغتون کې د اکسیجن تولید فابریکې د ودانۍ او جنراتور خونې د جوړولو له پروژې څخه نظارت ترسره ک.

یاده پروژه د ملګرو. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې 3 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت