په پغمان ولسوالۍ کې د تېلو پمپ د پروژې تخنیکي سروې بشپړه شوه
۱۴۴۸/۲/۱۲
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست تخنیکي ټیم د کابل ولایت، پغمان ولسوالۍ د قرغې عمومي سړک پر غاړه د یوه باب د تېلو پمپ د جوړېدو لپاره د ساحې توپوګرافي سروې او د پلان جوړولو چارې په بریالیتوب بشپړې کړې.
یاده سروې د ۳۲۶۲۶ مربع متره ځمکې په ساحه کې ترسره شوې، چې په ترڅ کې یې د سیمې ټول توپوګرافیک معلومات، د ځمکې ارتفاعات، طبیعي ځانګړتیاوې او اړین تخنیکي معلومات راټول او د پروژې لپاره دقیق پلان ترتیب شو.
د یادې سروې او پلان له بشپړېدو سره به د پروژې د ډیزاین، تخنیکي ارزونې او عملي پلي کېدو لپاره لازم تخنیکي بنسټ برابر شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای اېس ریاست د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پراختیايي پروژو لپاره د معیاري سروې، توپوګرافیکو نقشو او تخنیکي پلانونو د چمتو کولو چارې په دوامداره توګه پر مخ وړي، ترڅو د زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره دقیق او باوري معلومات برابر شي.
