د کابل ښار په څلورمه ناحیه کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي او قانوني اسنادو د ارزونې څارنه ترسره شوه

org_admin
شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۷ - ۸:۵۱
ناخیه ۴م

۱۴۴۸/۲/۳

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست اړوند د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست د رسېدنې او عامه پوهاوي آمریتونو تخنیکي ټیمونو، د خپلو دوامدارو څارنو په لړ کې، د کابل ښار د څلورمې ناحیې د دویم پروان سیمې (۱۸، ۱۹، ۲۰، ۲۱ او ۲۲ کوڅو) څخه څارنه ترسره کړه.

د دغې څارنې پر مهال هغه ساختماني پروژې وکتل شوې چې د نافذه قوانینو، منظور شوو ښاري پلانونو او د ګاونډیانو د حقوقو او محرمیت د نقض، په ځانګړي ډول د غیرقانوني کړکیو د جوړولو، د احتمالي سرغړونو نښې یې لرلې.

همدارنګه، له هغو ودانیزو پروژو مالکینو څخه چې قانوني اسناد، ودانیز جوازونه او نور رسمي مدارک یې نه وو وړاندې کړي، وغوښتل شول چې خپل اسناد د ښاري سرغړونو ړ مخنیوي ریاست ته وسپاري، ترڅو د منظور شوو پلانونو سره د مطابقت تر ارزونې وروسته، د هر ډول سرغړونې د تثبیت په صورت کې، د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات ترسره شي.

د دغو څارنو موخه د منظور شوو ښاري پلانونو پلي کېدل، د غیرمعیاري او بې ‌حده ساختماني تراکم مخنیوی، د ښاري نظم تأمین، د ګاونډیانو د حقوقو او محرمیت ساتنه، د ودانیزو چارو د کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت پیاوړتیا ده.

د کور او ښار جوړولو وزارت د کیفیت کنټرول او ښاري سرغړونو ته د رسېدنې لوی ریاست ټینګار کوي چې د کاري پلان له مخې به د کابل ښار په ټولو ناحیو کې دا ډول څارنې په دوامداره توګه ترسره کېږي او د هر ډول ښاري سرغړونې پر وړاندې به د نافذه قوانینو له مخې لازم قانوني اقدامات وشي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۶:۲۰
Background image

د کابل ښار د ده افغانانو په دوهمه ناحیه کې د دغوچک سیمې سروې او ساحوي مطالعات پیل شول

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د زړو ښارونو د ساتنې ریاست تخنیکي ټیم د کابل ښار د دوهمې ناحیې اړوند د ده افغانانو په دغوچک سیمه کې د تاریخي ساحې د سروې او ساحوي مطالعاتو چارې پیل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۱:۵۵
Background image

د لوګر ولایت مرکز کې د کارته مامورینو د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست د تخنیکي ټیم له لوري د لوګر ولایت د مرکز اړوند د کارته مامورینو سیمې د توپوګرافي سروې چارې پیل شوې.

د یادې سروې موخه د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۹:۲۵
Background image

په کندهار کې د ښاروالۍ انجینرانو ته مسلکي او تخنیکي روزنه ورکړل شوه

۱۴۴۸/۳/۱۲

د کور او ښار جوړولو  وزارت د سروې او جي ای ایس ریاست تخنیکي ټیم په کندهار ولایت کې د ښاروالۍ انجینرانو لپاره د مسلکي او تخنیکي ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره کړ.

دغه. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

9 میاشتې 4 اونی ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت