یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړئ او خپل خلک او هېواد د پردیو له احتیاج وژغورئ

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۰
وزیر

۱۴۴۷/۷/۲۴

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، په خپل کاري دفتر کې د دغه وزارت د یو شمېر ریاستونو له کارکوونکو سره وکتل او پر اړینو موضوعاتو یې خبرې وکړې.

ښاغلي وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، په خپلو هېوادوالو رحم وکړئ او په ځانګړې توګه هغو باندې چې په ګاونډیو هېوادونو کې په بد وضعیت ژوند کوي او یا راستنېږي.

نوموړي وویل، هر رسمي مامور ته چې کوم کار سپارل کېږي، باید په سمه توګه او په خپل وخت یې سرته ورسوي او د چارو له ځنډولو دې ډډه وکړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، څوک چې پر ملت رحم ونه کړي، هغه خپله د رحم مستحق نه ګرځي او بیا به د خپلو کړنو جواب ورکوي.

ښاغلي مولوي حقاني زیاته کړه، امارت کې ټول کارکوونکي د ولس خدمتګاران دي، چې باید په بشپړې ریښتینولۍ ورته کار وکړي او ترلاسه کوونکی معاش ځان ته حلال کړي.

دغه راز، یادونه یې وکړه چې په امارتي ادارو کې کار کوونکي دې هېڅکله داسې فکر نه کوي چې ماتحت خلک او ولس د دوی نوکران دي.

مولوي نجیب الله حیات حقاني وویل، د هېواد او د ولس په پښو درېدو، په ځان بسیا کېدو او پیاوړتیا لپاره لازمه ده چې ټول یو بل ته د همکارۍ لاس ورکړي او خپل خلک او هېواد د پردیو له احتیاج وژغوري.

اطاعت، د چارو نه ځنډ، ژمنتیا، دقت او چټکتیا هغه نور موارد وو، چې د محترم وزیر له لوري پرې ټینګار وشو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت