له ژمنې تر عمله؛ ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې په درې نورو ولایتونو کې اړمنو راستانه شوو مهاجرو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ووېشل شي

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۹ - ۱۳:۵۹
وزیر

۱۴۴۷/۷/۹

د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني اغېزمن مدیریت او د هڅو په پایله کې؛ راستانه شوو مهاجرو لپاره د سرپناه د وېش لړۍ پراخه شوه او دغه بهیر په ګړندیتوب روان دی.

محترم وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني، دغه چاره په داسې حال کې پراخوي چې تر دې وړاندې په پنځه نورو ولایتونو بلخ، کندز، لغمان، کندهار او بامیان کې دغه پروسه پیل شوې او لا هم روانه ده.

کندهار هغه ولایت دی چې تر دې دمه په کې 1515 اړمنو کورنیو ته نمرې وېشل شوې دي.

ورپسې کندز ولایت دی چې تر دې دمه په کې 500 اړمنو کورنیو ته د ایمي استوګنې په موخه استوګنیزې نمرې وېشل شوي دي.

بلخ ولایت کې دغه شمېر چې اړمنو مهاجرو کورنیو ته دې نمرې ورکړل شي تر 313 کورنیو رسېدلی او نور هم په تمه دي.

لغمان ولایت کې بیا 200 کورنیو عملاً د نمرې وېش ترسره شوی او لا دوام لري.

پر دې سربېره بامیان ولایت کې 70 کورنیو ته نمرې وېشل شوې دي او 30 اړمنو کورنیو ته کورونه هم وېشل شوې دي.

پکتیا او فراه بیا هغه ولایتونه دي چې د مستحقو کورنیو لپاره په کې د خیریه بنسټونو له لوري کورونه جوړېږي او د ابادۍ چارې یې تر نوي او څه باندې نوي سلنې رسېدلي دي.

فراه ولایت کې 108 کورونه جوړېږي او په پکتیا کې بیا دغه ارقام تر 100 کورونو دي.

لا هم د بېلا بېلو ادرسونو له لوري هڅې روانې دي چې څنګه کېدای شي په کور دننه اړمنو مهاجرو او بې سرپناه کورنیو ته د سرپناه زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې ټولې ښکېلې ادارې په بشپړې همغږۍ ، همکارۍ او ګډ لیدلوري سره کار کوي، څو دا بهیر په اغېزمنه او شفافه توګه مخ ته ولاړ شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۲:۳۶
Background image

په درېیو ولایتونو کې ۵۳۰ راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د راستنېدونکو مهاجرو د دایمي مېشتېدنې او د ژوند د اسانتیاوو د برابرولو په موخه، په درېیو ولایتونو کې سلګونو راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د استوګنیزو ځمکو نمرې ووېشل شوې.

له. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت