په کابل ښار کې د ودانیزو پروژو د تطبیق څارنه ترسره شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۴۵
کابل

۱۴۴۷/۷/۳

د ښاري سرغړونو د مخنیوي عمومي ریاست تخنیکي ټیمونو، د وزارت د لارښوونې له مخې، د کابل ښار د روانو ودانیزو پروژو څارنه وکړه.

د ښاري سرغړونو د مخنیوي ریاست محترم رئیس وویل، څارنه په کارته سخي او کارته چهار کې ترسره شوه او د ښار نورو سیمو څارنه به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي.

ښاغلي رئیس وویل، په هغو پروژو کې چې د تصویب شوو پلانونو یا نافذه قوانینو څخه احتمالي سرغړونې لیدل شوې، د مالکینو څخه غوښتنه وشوه چې رسمي اسناد او جوازونه دې ریاست ته وړاندې کړي، څو د کره ارزونې وروسته قانوني اقدامات ترسره شي.

د نوموړي په خبره، د څارنې هدف د ښاري پلانونو سم تطبیق، د بې ‌ځایه ګڼې‌ ګوڼې مخنیوی، د ښاري بې ‌نظمۍ راکمول، د ودانیزو چارو کیفیت لوړول او د ښاري مدیریت ښه ‌والی دی، چې  د څارنې بهیر د ریاست د لارښوونې په چوکاټ کې دوام لري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به قانوني اقدام کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت