د نیله ‌باغ او قطري ښارګوټو له ودانیزو چارو څخه لیدنه وشوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۳۴
نیله باغ

۱۴۴۷/۰۶/۱۰

د کور او ښار جوړولو وزارت د مسکن، ودانیزو چارو او د برنا د پراختیا محترم مرستیال الحاج ګل زرین صابر او د دې وزارت د برنامو د انسجام ریاست وارسي کوونکی  انجنیر عبدالوهاب صدیقي او  د دې وزارت اړوند یو شمېر انجینرانو په ملتیا د کابل په نیله‌باغ او قطري ښارګوټي کې د استوګنیزو بلاکونو د پروژو د تطبیق بهیر څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه.

محترم مولوي صابر د دې پروژو د کار کیفیت، پرمختګ او د ودانیزو چارو د ترسره کولو څرنګوالی له نږدې وګاټه او اړین هدایات یې ورکړل.

د مسؤلینو په وینا، د پروژو کار د تخنیکي معیارونو مطابق په منظم ډول روان دی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې د ګټې اخستنې لپاره پرانیستل شي.

د مسکن محترم مرستیال د پروژو د پرمختګ له وضعیت څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ له مسؤلینو وغوښتل چې هڅه وکړي ترسره کېدونکي کارونه په اړینو معیارونو بشپړ او د هېواد د خلکو په خدمت کې وړاندې شي.

یاده دې وي چې د قطري ښارګوټي د استوګنیزو بلاکونو ودانیزې چارې ۹۵ سلنه او د نیله ‌باغ پروژې کار هم تر ۵۵ سلنې ډېر پرمختګ کړی دی.

د کور او ښار جوړولو وزارت هڅه کوي چې دغه پروژې د معیاري، باکیفیته او د هېواد د وګړو لپاره مناسبې استوګنیزې پروژې په توګه بشپړې او د ګټې اخستنې لپاره چمتو کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۴:۸
Background image

په غزني ولایت کې د مسجد شریف له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه

۱۴۴۷/۱۲/۱۵

د غزني ولایت د واغظ ولسوالۍ اړوند د خدروال کلي د مسجد شریف د ودانیزې پروژې د تهداب اړوند د بنسټي برخو کې له ودانیزو چارو څارنه تر سره شوه.

د څارنې پر مهال د بې‌سیخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۹:۲
Background image

د لوګر څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو چارې ۵۲ سلنه بشپړې شوې

۱۴۴۷/۱۲/۱‍۵

د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړولو پروژه، چې اداري دفترونه او نور ضروري ملحقات په کې شامل دي، د روانو ودانیزو چارو له مخې تر دې مهاله ۵۲ سلنه پرمختګ کړی دی.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰ - ۱۵:۵
Background image

زابل ښار کې د ښاري سرغړونو د مخنیوي په موخه تخنیکي نظارت ترسره شو

۱۴۴۷/۱۲/۱۴

د زابل ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست اړوند د ښاري تخلفاتو د عمومي مدیر تخنیکي ټیم د ښار د دوهمې ناحیې اړوند د زاړه ښار د موجوده ساحې څخه نظارت ترسره کړ.

د نظارت په جریان. . .

BACK TO NEWS

ښاغلی مولوي نجیب الله حیات حقاني 

 

7 میاشتې ago

د خپل خدای، مسلمان ملت او هېواد پر وړاندې ځان مسئول ګڼو اوخپله دنده ګڼو چې د ښاري پراختیا، اقتصادي او ټولنیزې ودې او چاپېریال ساتنې ته کار وکړو.
ژمن یوو او هڅې مو پیل کړي چې د کور او ښار جوړولو وزارت په یو خدماتي او ځواب ویونکي وزارت بدل کړو چې تل به د ابادۍ او ټولګټو پروژو د پلې کولو لپاره کار کوي او دغه برخه کې به روڼتیا، هڅونې او کارموندنې ته زمینه برابره کړو.

د کور او ښار جوړولو وزارت وزیر
د کور او ښار جوړولو وزارت